Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په فاریاب کې دیني عالمان: اسلام د ښځو زده‌کړو ته ځانګړی ځای ورکړی

په فاریاب ولایت کې یو شمېر دیني عالمان وایي، د ښځو زده کړې په اسلام کې ځانګړی ځای لري او نجونې باید له زده‌کړو بې‌برخې نه‌شي.

دوی یو ځل بیا د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیزي.

دیني عالم سید عبدالمقیت فیضي وايي: «لکه څرنګه چې سړي د ټولنې یوه برخه ده، ښځې هم د ټولنې یوه برخه ده. اسلامي له خپل نظره خویندو ته ځانګړی ځای ورکړی دی.

د سرای کلا ښوونځي مدیره فیروزه کیهان وايي: «مخکې له لومړي تر شپږم د نجونو ټولي ډېر و، وروسته چې پوه شوې تر دولسم ورته اجازه نه‌شته، لېوالتیا یې کمه شوه.»

په همدې حال د فاریاب سیمه‌ییز مسوولان وایي، ډېری کورنۍ او زده‌کوونکي له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د پرانیستو په موخه دوی ته مراجعه کوي.

د قیصار ولسوال محمد اسماعیل سعادت وايي: «دلته ډېر خلک راځي او غوښتنه کوي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي.»

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د نجونو ښوونځي مدیر عبدالحق وايي: «له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو زده‌کوونکې څو ځله دلته راغلې چې زموږ ښوونځي څه وخت پرانیستل کېږي چې راشو، ایا اجازه به راکړل شي چې راشو؟»

بل‌خوا د دې ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وایي، هڅه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

د فاریاب د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو امر زاهدالله زاهد وايي: «په هڅه کې یوو چې شرایط ورته برابر شي او شرایطو په برابرېدو سره به هغوی خپلو ښوونځیو ته لاړې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له بندېدو نږدې څلور سوه ورځې پوره کېږي، خو لا هم روښانه نه ده چې کله به دغه ستونزه حل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه